د ملي امنيت سلاکار د قطر له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د قطر هېواد له ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني سره چې د يوه پلاوي مشري يې کوله، وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د سولې پروسې د چټکتيا پر تګلارو او په افغانستان کې د مذاکرې له لارې د جګړې پر حل خبرې وکړې.

ښاغلي قحطاني يو وار بيا ټينګار وکړ چې هېواد به يې د افغانستان په رهبري د سولې ملاتړ کوي.