د ملي امنیت سلاکار د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره وکتل. دواړو لوریو د خپلو اړوند مواردو په هکله بحث وکړ.

دغه راز په دې ناسته کې د سولې، امنیت، ډیپلوماټیکو ماموریتونو، د حامد کرزي هوايي میدان د بشپړ فعال ساتلو او د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سټراټېژیکو مراوداتو په هکله بحث وکړ.