د ملي امنيت سلاکار د سره صليب له پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانسان لپاره د سره صليب نړيوالې کمېټې له يو راغلي پلاوي او د دې کمېټې د پخواني مشر وان پدرو شېرر پر ځای له ګومارل شوي مشر ايلوی فيلين سره وکتل.

د ملي امنيت سلاکار د ښاغلي شېرر نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستايلې او ښاغلي فيلين ته يې ښه راغلاست ووايه.

ډاکټر محب په افغانستان کې د سره صليب بشردوستانه کارونه وستايل او د همکارۍ د دوام ډاډ يې ورکړ.