د ملي امنیت سلاکار د استرالیا له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د استرالیا له سفیر پال وجهاوسکي سره وکتل.

د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې افغانستان دلته د استرالیا ډيپلوماټیک حضور ته د ملاتړ ټول امکانات چمتو کوي.

وروسته د استرالیا سفیر وویل، هېواد یې افغانستان ته ژمن دی او په لومړي فرصت کې به بېرته ورته را وګرځي.