ملي امنیت سلاکار: له ترهګرۍ سره له هرې لارې مبارزه په کار ده

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، چې د ترهګرو پر وړاندې یوازې مخامخ جګړه بسنه نه کوي، بلکې له هرې لارې یې باید مخنیوی وشي. نوموړي د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې له څارونکو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې نه یوازې ترهګر، بلکې د هغوی ملاتړ کوونکې ریښې او سرچینې باید وچې او له منځه ولاړې شي.
د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې څارونکو پر دې اړتیا د ټینګار تر څنګ وویل، چې د ترهګرو تګ راتګ او آزاد ګرځېدل هم له ورانکارو فعالیتونو سره مرسته کوي او باید په دې اړه اقدام وشي. دوی وویل، چې اداره یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د افغان حکومت لخوا اړونده وړاندیزونو او مشورو ته ضرورت لري.
دواړو لورو په دې برخه کې د لا ډېر کار او همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.