ملي امنیت سلاکار: کورنیو چارو وزارت کې ښه بنسټونه ایجاد شوي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې پولیس د امن او نظم ساتلو یو مهم ځواک دی او ښې کړنې يې د هیواد پر وضعیت مخامخ اغېز پرېباسي. نوموړی ټینګار کوي، چې د دې موخې لپاره باید ددوی چارې منظمې او کاري بنسټونه یې پیاوړي شي.
د کورنیو چارو له وزارته د لیدو پر مهال د ملي امنیت سلاکار په دې اړه خوښي وښوده، چې د ځواکونو د قوماندې، همغږۍ او څار په برخه کې اغېزناک کارونه شوي او په دې وزارت کې داسې بنسټونه ایجاد شوي، چې تر پخوا ډېر ښه دي. نوموړي د وزارت له رهبرۍ وغوښتل، چې د پولیسو د ګومارنې او اجرآتو برخې ته د جدي پاملرنې ترڅنګ دې لوی تمرکز د سیستمونو پر جوړولو وکړي، ځکه چې افراد ځي خو سیستمونه پاتې کېږي او موثریت رامنځته کوي.
ښاغلي محب پولیس وستایل، چې له جرمونو او جنایاتو سره د مبارزې ترڅنګ د روانې جګړې لوی بوج پر غاړه اخلي او هره ورځ د هیواد او خلکو د دفاع لپاره قرباني ورکوي. ده وویل، چې دا حالت په جنګ نه سمېږي، بلکې خلکو ته د ښو خدماتو په رسولو او د هغوی د ستونزو په حل کولو سره سمېدلای شي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له ملي امنیت سلاکاره مننه وکړه، چې تل یې د چارو په همغږۍ او حمایې کې ستر رول لوبولی. ده وویل، چې د وزارت د اوسنیو لاسته راوړنو یو لامل همدا همغږي او ملاتړ دی. ښاغلي اندرابي زیاته کړه، چې په وزارت کې د چارو د ښه کېدو او د سیستمونو د ایجاد چارې ښې روانې دي، چې د پولیسو عمومي کړنې ورسره ښې کېږي.
په دې کتنه کې ملي امنیت سلاکار د وزارت له رهبرۍ، د سوق او ادارې له مرکز، د پولیسو د مدیریت له سیستم، د پېژنتو د اصلاحاتو له بهیر او داسې نورو څانګو کتنه وکړه.