د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوس پوټزل سره وکتل

 

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوس پوټزل سره وکتل. 
دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې. د ملي امنیت سلاکار د حکومت د سولې د اووه ماده ییز پلان په اړه مالومات وړاندې کړل او په ورته وخت کې یې د سولې پروسې سره د یاد هېواد د مرستو قدر داني وکړه. د المان ځانګړي استازي ژمنه وکړه، چې هېواد یې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره هر ‌‌‌‌‌‌ډول همکاریو ته تیار دی.