د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال ژل ميشو سره وکتل.

د ملي امنيت سلاکار ښاغلي ميشو ته ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت خونديتوب د دولت لومړيتوب دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وويل، په افغانستان کې خپل حضور او کارونو ته په دوام ورکولو غواړي چې قوي پيغام وړاندې کړي.