د ملي امنيت سلاکار د چين له سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د چين له مېشت سفير وانګ يو سره وکتل او دواړو لوريو پر ګډو اړينو مسائلو او د تروريزم او کويډ ۱۹ د چلينجونو پر مخنيوي بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې وويل شول چې افغانستان او چين به په ګډه د سولې، امنيت او نړيوالو سازمانونو د تحريمونو په برخه کې د څواړخيزو بنسټونو له لارې دوه‌اړخيزې همکارۍ وکړي.