د امنیتي سکتور مشرتابه ناسته وکړه

د امنیتي مشرتابه ناسته د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې وشوه. په دې ناسته کې د هیواد د عمومي امنیت د ارزونې ترڅنګ پر یو شمېر مشخصو موضوعاتو بحثونه وشول. 
د خبرو تمرکز په محلاتو په تېره بیا هغو ولسوالیو کې، چې نوې نیول کېږي او یا هم نا امنه دي د امنیت د ټینګښت او د خدماتو پراختیا وه. ملي امنیت سلاکار وویل، چې دغلته باید له داسې لارو چارو کار واخیستل شي، چې هم د خلکو ژوند خوندي شي او هم دولتي خدمات تر پخوا په ښه ډول ورسېږي.
په دې اړه د خلکو دخیلول، هغوی ته د انتخاب حق ورکول او پر خپل وخت د هغوی ستونزو او عرایضو ته رسیده ګي له مهمو ټکو څخه وګڼل شول. ملي امنیت سلاکار وویل، چې اړینه ده د حالاتو د ښه کولو لپاره ډېر ژر طرحې عملي او محسوس فعالیتونه اجرا شي.