د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونتیکوروو سره په کتنه کې د یوه منظم انتقال لپاره پر ګډو هڅو خبرې وکړې.

دواړو لوریو د دې نوي پړاو له پیلېدو سره د افغانستان او ناټو د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا او ژورتیا بحث وکړ.