د ملي امنیت سلاکار د یو شمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په یوه ناسته کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو او شارژدافیرانو سره ګډ روژه‌ماتی وکړ او پر یو لړ مسایلو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د ځینو اسلامي هېوادونو سفیرانو او یو شمېر شارژدافیرانو هم ګډون درلود، د سولې او امنیتي وضعیت په هکله نظرونه وړاندې شول او دغو سفیرانو له افغانستان سره له خپلو لوریو د ملاتړ د دوام څرګندونه وکړه.
ناسته د ماښام د لمونځونو تر ادا کولو وروسته پای ته ورسېده.