د ملي امنیت سلاکار د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کابل ته د پاکستان له راغلي استازي صادق خان سره وکتل او هرکلی یې ورته ووایه.

ښاغلي خان او ورسره پلاوي په مهمو مسایلو لکه سوله، امنیت، سوداګري او ترانزیټ کې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.