د ملي امنيت شورا په دفتر کې تازه ګومارنې

د ملي امنيت شورا دفتر په وړانديز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جلالتمآب جمهور رييس په منظوري، په ملي امنيت شورا دفتر کې د ګومارنو په برخه کې دغه بدلونونه راغلي:

ښاغلی رفيع فاضل د ښاغلي عبادالله عباد پر ځای په ما فوق رتبه بست د ملي امنيت د سلاکار تخنيکي مرستیال تعيين شوی دی. ښاغلي فاضل مخکې د ملي امنيت شورا دفتر د ستر سلاکار، اقتصادي رييس او بیا د دفتر عمومي رييس دنده اجرا کوله. ډګر جنرال عبادالله عباد اوس د ملي امنيت عمومي رياست مرستیال مقرر شوی.

ښاغلی پاسوال عبدالمقيم عبدالرحيمزی په ما فوق رتبه بست د ملي امنيت د سلاکار د دفتر عمومي رييس ګومارل شوی دی. مخکې يې د سټراتېژيکو اړيکو د مشاور، د بهرنیو اړيکو د رييس، د ارشد امنيتي معيين د دفتر د رييس، د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون د رييس او په اخېر کې د ملي امنيت شورا دفتر د دارالانشاء د رييس دندې اجرا کړې دي.

ښاغلی هارون رشید شېرزاد په فوق رتبه بست د اقتصادي امنيت رييس مقرر شوی دی. مخکې د ملي امنيت شورا دفتر مشاور و.

ښاغلی مهدي طه د پاسوال عبدالمقيم عبدالرحيمزي پر ځای په فوق رتبه بست د ملي امنيت شورا دفتر د دارالانشاء رييس ګومارل شوی دی. مخکې د دارالانشاء مرستیال او يوه دوره د ملي امنيت شورا دفتر اداري رييس و، په اخېر کې د ملي امنيت شورا دفتر د عمومي محلي ثبات د رياست مرستیال و.

دغه راز ښاغلی داود انوري د ستر جنرال پر بست د ملي امنيت شورا دفتر سرمفتش مقرر شوی دی. مخکې د هرات ښاروال و، په وروستیو کې د ملي امنيت شورا دفتر د سيمه‌يزو او نړيوالو اړيکو رياست کارپوه و، اوس همدلته د ښاغلي محمد حميد طهماسي پر ځای مقرر شو چې ښاغلی طهماسي په دې وروستیو کې د زندانونو د چارو د تنظيم ادارې رييس تعيين شو.