تېر کال طالبانو په ۱۴ ولايتونو کې ۲۸ ديني عالمان شهيدان کړي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت د سلاکار د تخنیکي مرستیال ښاغلي عباد الله عباد په مشري د علماوو د مصوونيت کمېټې په نننۍ غونډه کې د تېرې جلسې د راپور تر اورولو وروسته د ديني عالمانو د ترور پر لاملونو او مخنيوي بحث وشو.

په دې غونډه کې د راپورونو پر بنسټ وويل شول چې طالبانو په تېر يوه کال کې په ۱۴ ولايتونو کې ۲۸ ديني عالمان شهيدان کړي او د لوګر او غوربند په ځينو سيمو کې د طالبانو له خوا تړل شوې رسمي ديني مدرسې لا هم تړلې دي. دغه راز په سرپل، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې هم رسمي ديني مدرسو ته تهديدونه ډېر شوي او طالبان غواړي چې رسمي ديني مدرسې تهديد کړي او وتړي.

په دې ناسته کې د ناثبتو ديني مدرسو د نصاب او اسنادو پر ستونزو، د رمضان په مبارکه مياشت کې د امنيت پر لا ټينګښت او ځينو نورو مسايلو بحث او خبرې وشوې.