د ملي امنیت سلاکار په ناټو کې د ایټالیا له دایمي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ناټو کې د ایټالیا له دایمي استازي او سفیر فرانسیسکو ماریا تالو سره چې افغانستان ته د یوه راغلي پلاوي مشري یې کوله، وکتل.

د ملي امنیت سلاکار سفیر تالو ته هرکلی ووایه او له ایټالیا یې مننه وکړه چې له افغانستان سره همکاري او د اوربند ملاتړ کوي.

سفیر تالو د افغان امنیتي سرتېریو د مسلکيتوب او پرمختګ تصدیق وکړ او و یې ویل، هېواد یې په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو، فرهنګ، زده‌کړو او د خلکو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې هم اوږدمهاله ملاتړ ته ژمن دی.

ډاکټر محب وویل، په امنیتي سکټور کې اصلاحات په تر هغو دوام وکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېریو مستقلانه وړتیاوې زیاتې شي او له تروریزم سره په مبارزه کې له ناټو سره د ډاډمنه اوږدمهاله همکاري ولري.

په ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایټالیا تر منځ سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو ته په اشاره وویل د دواړو هېوادونو اړیکې ان تر دې هم وړاندې وې. دواړو لوریو ژمنه وکړه چې اوسنۍ دوه اړخیزې اړیکې به په تلپاتې همکاري اړوي.