د ملي امنیت سلاکار د ډنمارک له سفیرې سره تعارفي ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د ډنمارک له مېشتې سفیرې ناتالیا فینبرګ سره په یوه تعارفي ناسته کې وکتل او هرکلی یې ورته ووایه.

دغه راز ډاکټر محب له افغانستان سره د ګډو ارزښتونو په ساتلو کې د ډنمارک د ملاتړ ستاینه وکړه.

په پای کې دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د ښځو د معناداره ګډون اړتیا تایید کړه.