طالبان په جګړه کې خپلې کورنۍ او ماشومان هم سپر ګرځوي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د امنيتي سکټور د لوړو مقاماتو په غونډه کې د هېواد په کچه د تېرې اوونۍ د عمومي امنيتي وضعيت ارزونه وشوه.

په دې غونډه کې د ملکي تلفاتو پر مخنيوي او په راتلونکو درې مياشتو کې د امنيتي ډيپلوماسي د طرحې پر تطبيقېدو بحث او خبرې وشوې.

د ملي امنيت سلاکار اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د ملکي تلفاتو او ټولنيزو زيانونو په برخه کې د طالبانو تبليغاتي شايعاتو ته متوجه شي او خلکو ته کره اطلاعات او معلومات پر وخت ورسوي.

ډاکټر محب وويل، طالبان په خپله جګړه کې ان خپله کورنۍ او ماشومان هم د سپر په توګه کاروي.

له غونډې وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې د ملي امنيت سلاکار او د امنيتي سکټور لوړپوړو مقاماتو د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.