د ملي امنيت سلاکار د ترکيې له دفاع وزير سره ټليفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ترکيې له دفاع وزير خلوصي آکار سره ټليفوني خبرې وکړې چې په دوه‌اړخېزو اړیکو سربېره يې د امنيتي همکاريو او سولې په هکله هم نظرونه سره تبادله کړل. 
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د ترکيې د ونډې اخيستو مننه وکړه او د تلپاتې سولې په هڅو کې يې د دغه هېواد ځانګړی اهميت وستايه. 
ښاغلي آکار په افغانستان کې د بېړني اوربند په موخه د ترکيې د ژمنتيا او ملاتړ ډاډ څرګند کړ چې دا د سولې په ناستو کې باثمره پايله لري.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ترکيې تر منځ د ۱۰۰ کلنو رسمي اړیکو یادونه وکړه او و يې ویل، د دوو ملتونو تر منځ دا ژور تاريخي روابط د ستاينې وړ دي.