د ملي امنيت سلاکار د امريکا سفارت له شارژدافير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امريکا سفارت له شارژدافير راس ویلسن سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لوريو د دوه‌اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او په افغانستان کې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په هکله خبرې وکړې.