د ملي امنيت سلاکار د پکتيکا له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د لوی رييس شميم خان کټوازي او چارو ادارې د مرستیال عبدالکریم توتاخېل په ملتيا د پکتيکا د ارګون او څېرمه ولسواليو له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د پکتيکا خلکو د سولې په مذاکراتو کې د جمهوريت د دريځ د ملاتړ تر څنګ د خپلې سيمې د پراختيايي پروژو، خدماتو او اداري انکشاف اړوند خبرې وکړې او ستونزې او غوښتنې يې شريکې کړې.
د ملي امنيت سلاکار ډاکټر محب له دوی سره وعده وکړه چې د اړونده ادارو له لارې به يې ستونزو او غوښتنو ته لازمه رسيده‌ګي کېږي.