د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره وکتل.
 
 
په دې کتنه کې داوړو لوریو د سولې د پروسې پر هڅو او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو پر اوږدمهاله ملاتړ خبرې وکړې.