لوړ پوړو امنیتي مقاماتو د ډرون کيمرو د کارونې پر طرزالعمل بحث وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې د هېواد په کچه د تېرې اوونۍ عمومي امنيتي وضعيت و ارزول شو او د ګواښونو د مخنيوي په هکله بحثونه وشول.

په دې غونډه کې د ډرون يا الوتونکو کيمرو د کارونې پر تګلاره خبرې وشوې او په هره سيمه کې يې له خپل‌سرو کاروونکيو سره د قانوني چلند په هکله ټينګار وشو.

دغه راز د جګړې د لګښتونو، قوتونو د تعبيې او د امنيتي او دفاعي سرتېريو د امکاناتو د بشپړتيا په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.

تر دې وروسته د ملي امنيت سلاکار د لوړپوړو امنيتي مقاماتو په شمول په امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ او د رسنیو پوښتنې يې ځواب کړې. 

ډاکټر محب په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، طالبانو د سولې فرصت د جګړې لپاره کارولی، د قطر مذاکراتي پلاوی يې صلاحيت نه لري او تر اوسه پورې يې د سولې لپاره هيڅ ډول قرباني نه ده ورکړې.