د ملي امنیت سلاکار د المان له شارژدافیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د المان له شارژدافیر ګریګوري بلیدجیان سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پر اړونده موضوعاتو، دوه اړخیزو مسایلو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمولو په خاطر د نورو ګډو ګامونو د اخیستلو په هکله خبرې وکړې.