د ملي امنيت سلاکار د ناروې له سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د ناروې له مېشت سفير لنډ‌من اولي سره وکتل.
په دې کتنه کې پر دوه‌اړخيزو موضوعاتو د بحث تر څنګ د ناټو د دفاع وزيرانو پر ناسته هم خبرې وشوې. دغه راز هوکړه وشوه چې په سټراټېژيکو برخو کې به نږدې همکاريو ته دوام ورکړل شي.
 
د افغانستان د سولې د هڅو د ملاتړ په برخه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ګډون به ټول امکانات وکارول شي.