د ملي امنيت سلاکار د قطر له سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د قطر له مېشت سفير سعيد بن مبارک الخيارين سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د دوه‌اړخيزو همکاریو د پراختیا تر څنګ د پراختيايي، تعليمي، روغتيايي او چاپېريال ساتنې پر مسايلو خبرې وکړې.
 
دغه راز په دې کتنه کې پر سيمه‌يزو پیوستون او اقتصادي همکاريو هم بحث وشو.