د ملي امنیت سلاکار د کابل د نننیو پېښو له ټپیانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ماښام په کابل کې د برکي څلورلارې په تروریستي پېښو کې د ټپیانو د لیدلو لپاره وزیر اکبر خان او صحت طفل روغتون ته ورغی.

د ملي امنیت سلاکار وویل، د سولې او ثبات دښمنان د پردیو استخباراتو په لمسون د ټولنې ټول قشرونه هغه که ملکيان دي او که دولتي کارمندان او امنیتي سرتېري، په نښه کوي او تروریستي فعالیتونه کوي.

ډاکټر محب وویل، د افغانانو دښمنان باید وپوهېږي چې په دغو غیر اسلامي او ناانساني بریدونو خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای، ځکه امنیتي او دفاعي سرتېري د خاورې او خلکو په دفاع کې د خپلو وینو له تویېدو درېغ نه کوي. د ملي امنیت سلاکار وویل، د دې پېښې ټپیان باید د بشپړه درملنې لپاره شاه امان الله خان "ملي امنیت روغتون" ته ولېږدول شي.

د دې کتنو په پای کې ډاکټر حمدالله محب ټپیانو ته د روغتیا او د شهیدانو کورنیو ته د صبر او ډاډمنتیا دعا وکړه.