د ملي امنيت سلاکار په جنوب زون کې امنيتي غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د جنوب زون د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه د پکتیا په ۲۰۳ تندر قول اردو کې امنيتي غونډه دايره کړه.

د ملي امینت له سلاکار سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود انداربي، د پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د محلي ارګانونو مشر شمیم خان کټوازی، د ملي امنیت ولایتي مرستیال ډګر جنرال نظر علي واحدي او يو شمېر نور لوړپوړي حکومتي چارواکي ملتيا کوي.

ډاکټر محب په دې سفر کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ، لوګر، غزني او بامیان ولایتونو له ملکي او نظامي رهبري او د ۲۰۳ تند قول اردو له سرتېرېو سره په کتنه کې د جنوب زون پر عمومي امنيتي وضعيت، ستونزو او حل‌لارو خبرې وکړې او و يې ویل، د طالبانو روانې جګړې مشروعيت بايللی او اسلامي نړۍ د افغان نظام او عامو خلکو پر ضد د طالبانو جنګ خروج او بغاوت بللی دی.

دغه راز د ملي امنيت سلاکار د سرتېريو د تعبيې پروګرام د تطبيق د نظارت تر څنګ دوی ته په خطاب کې وويل، ستاسې دفاع ځکه مقدسه ده چې د خپل ولس، هېواد او نواميسو ساتنه کوئ.

د یادوني ده چي د دغه سفر په لړ کې عبدالقیوم رحيمي د لوګر والي، جنرال نجيب الله سرتېر د پکتيا او سمونوال لطف الله کامران د پکتيکا امنيه قوماندان وګمارل شو.