
د ملي امنیت سلاکار د لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري پکتیا ته لاړ
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب نن سهار د لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري پکتیا ته لاړ.
ډاکټر محب به په دې سفر کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګ، لوګر، غزني او بامیان ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، ملي امنیت رییسانو، د ۲۰۳ تندر قول اردو له قوماندانانو او د دغو ولایتونو د لواګانو له قوماندانو سره وګوري.
دغه راز به د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوی د جنوب زون د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ د افغان امنیتي او دفاعي سرتېریو د تعبیې د پروګرام د تطبیق نظارت او ارزونه او د سرتېریو د لاس ته راوړنو او مېړانې قدرداني وکړي.