د ملي امنيت سلاکار د هند له سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدلله محب په کابل کې د هند له مېشت سفير روندرا ټنډن سره وکتل.

په دې ناسته کې پر داسې دوه‌اړخيزو موضوعاتو خبرې وشوې چې دواړو لوريو ته اهميت لري.

دغه راز دواړو لوریو پر متقابلو همکاریو او په افغانستان کې د امنيت او سولې په هکله هم خبرې وکړې.