د ملي امنيت سلاکار د ناټو له ملکي سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ناټو له ملکي سفير سټیفانو پونتیکوروو سره د ويډيو کنفرانس له لارې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان د امنيتي وضعيت په هکله خبرې وکړې.

دغه راز د ملي امنيت سلاکار د افغانستان خلکو د ګټې او هوساینې لپاره د بېړني اوربند د تامین په موخه د ټولو متحدانو پر ګډو هڅو ټينګار وکړ.