
د ملي امنيت سلاکار د چين له سفير سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د چين له مېشت سفير وانګ يو سره وکتل.
په دې کتنه کې د چين سفير په دوهاړخيزو امنيتي مسايلو کې د افغانستان د همکاري مننه وکړه او دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د لويو اقتصادي او سيمهييزو پروژو په هکله هم نظريات تبادله شول.