د ملي امنيت سلاکار له خپل هندي سيال سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له خپل هندي سيال اجيت دووال او ورسره لوړپوړي پلاوي سره چې کابل ته په دوه‌ورځني سفر راغلي، وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوه‌اړخيزو سټراټېژيکو موضوعاتو، د تروريزم پر ضد د ګډو هڅو او همغږي او سولې پروسې پر پياوړتيا خبرې وکړې.