
د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان د امنیتي خدماتو له مرستیال سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ازبکستان د امنیتي خدماتو له مرستیال فرخ مختاروف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر سټراټېژیکو اړیکو خبرې وکړې او دغه راز یې د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.
ښاغلي مختاروف وویل چې ازبکستان د اوربند لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې د غوښتنو ملاتړ کوي.