د ملي امنیت سلاکار د ۲۰۱ سېلاب قول اردو او کونړ د لوا لپاره نوي قوماندانان معرفي کړل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن ختیځ زون ته د خپل سفر په لړ کې د دغه زون له ملکي او نظامي مشرتابه سره د کتلو تر څنګ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو لپاره ډګر جنرال عبدالجبار او د کونړ د لوا لپاره برید جنرال رحم دل حیدرزی قوماندانان معرفي کړل.

دغه راز یې د ختیځ زون د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او د ستونزو په هکله یې د اړوندو مسوولانو خبرې واورېدې.

په دې کتنو کې د امنیتي او دفاعي سرتېریو پر همغږي هم خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.