د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري ننګرهار ته لاړ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري نن سهار ننګرهار ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ډاکټر محب په دې سفر کې د ختیځ زون ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان له عمومي رهبري، امنیتي مقاماتو، سرتېریو او د دغو ولایتونو د محلي امنیتي ستونزو په هکله د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وګوري.

د ملي امنیت سلاکار به د ختیځ زون اوسنی عمومي امنیتي وضعیت وارزوي او د امنیتي او دفاعي سرتېریو د وروستیو لاس ته راوړنو د قدرداني تر څنګ به ځینې نوې ګمارنې هم وشي.