د امنيتي سکتور لوړپوړو مقاماتو د هېواد د شمالي سرحدونو پر ستونزو بحث وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې پر امنيتي ستونزو بحث وشو.

په ناسته کې پر سرحدي ستونزو، ننګونو او حل‌لارو د غور تر څنګ په هېواد کې د تېرې اوونۍ د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې راپور هم وړاندې شو.

د ملي امنيت سلاکار په شمال کې د سرحدي ستونزو د حل او اړتیا وړ ممکنه امنیتي اقداماتو په تړاو امنيتي مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.