د امنيتي سکټور لوړپوړو مقاماتو له ولس سره د امنيتي پلټنو د پايلو پر شريکولو بحث وکړ

د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې چې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په مشري جوړه شوې وه، له ولس سره د امنيتي پېښو د پلټنو د پايلو پر شريکولو بحث وشو.

دغه راز په ټول هېواد کې د امنيتي ځواکونو د تعبيې د پلان د پرمختګ او تطبيق اړوند ګزارش وړاندې شو او د افغان ځواکونو په وسيله د ښارونو او لويو لارو د امنيت پر تامين خبرې وشوې چې د امنيتي سرتېريو د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پاملرنه هم پکې شامله وه.

امنیتي مسوولانو وویل، د طالبانو او نورو ټروريسټي ډلو اوسنۍ تګلاره داسې ټاکل شوې چې خپل بريدونه پر ملکي ځايونو متمرکز کړي، ځکه د مخامخ جګړې توان يې بایللی دی.