.jpg)
د ملي امنیت سلاکار د ملي شورا د مجلسینو له رييسانو او د پارلمان له ځينو غړیو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د ولسي جرګې له ريیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلمیار او د پارلمان له ځينو غړيو سره وکتل.
په دې کتنه کې د حکومت او مقننه قوې تر منځ د همغږیو پر زیاتوالي او په هېواد کې د روان وضعیت په هکله خبرې وشوې.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو وویل، پارلمان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د یوې قوې په توګه د حکومت تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.