د کندهار مخورو او مشرانو د ملي امنيت سلاکار او امنیتي سکټور له مشرتابه سره وکتل

د کندهار يو شمېر مشرانو او قومي مخورو د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنيتي سکتور له لوړپوړو مقاماتو سره وکتل.

په دې کتنه کې دغو مشرانو او مخورو امنيتي مقاماتو ته د خپل ولايت اړوند ستونزې واورولې.

دغه راز یې د سولې او خپل ولايت د امنيت د ښه تامين په هکله ځينې وړانديزونه هم مطرح کړل.