د امنیتي سکتور لوړپوړو مقاماتو د کابل د راکټي بریدونو د جدي څېړنې پرېکړه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنيتي سکتور لوړپوړو مقاماتو د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري په نننۍ غونډه کې د کابل ښار د نننيو بریدونو پر جدي څېړنه ټینګار وکړ او عاملانو ته یې د سزا ورکولو فیصله وکړه.

دغو مقاماتو وویل، د پلټنو د پایلو تر څرګندېدو وروسته دې هغو کسانو ته جزا ورکړل شي چې غفلت یې کړی دی.

دغه راز په دې غونډه کې د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت او د لویو لارو د امنیت پر تامین هم بحث وشو.

امنيتي مسوولانو د سيمه‌ييزو پوليسو او اردو د ادغام د پروسې د تطبيق د راپور په وړاندې کولو سره، د عملياتي ميکانيزمونو د چټکتيا او ښه تنظيم په هکله خپل نظريات او پلانونه واورول.

دغه راز په ولايتي ادارو کې د داسې طرز العملونو د تعقيب او عملي کولو طرحې وړاندې شوې چې د خلکو له رواني ډاډ او امنيت سره مرسته کوي او په ولايتونو کې د دښمن د تبليغاتي اغېزو مخه هم نيسي.

د غونډې د اجنډا له مخې، د امنيتي ارګانونو مسوولو مقاماتو د ژمي موسم ته د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېرو د بشپړې تيارۍ لپاره همغږي وکړه.