د ملي امنیت سلاکار د ناټو له ملکي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پانټینوکوروو سره په کتنه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان سولې د مذاکراتو پر راتلونکو اقداماتو ، په یاده پروسه کې د سیمې هیوادونو رول او له افغانستان څخه د ناټو پر ملاتړ بحث وکړ.