د ملي امنيت سلاکار د افغانستان لپاره د ايران له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د افغانستان لپاره د ايران د ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان په مشري له مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو پر افغان سوله او په سيمه کې د امنيت پر ټينګښت او همکارۍ خبرې وکړې.