د ملي امنیت سلاکار افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړې استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، افغانستان لپاره د جرمني له ځانکړې استازي مارک پوتزل سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې مذاکراتو ، پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو او نورو ګډو اندیښنو په تړاو خبرې وکړې.