د امنیتي سکتور لوړپوړو مقاماتو غونډه وکړه

د امنيتي سکټور لوړپوړو مقاماتو په خپله نننۍ غونډه کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري دایره شوې وه، د هېواد پر عمومي امنيتي وضعيت خبرې وکړې.

په دې غونډه کې امنیتي مسوولینو د سيمه‌ييزو پوليسو او اردو د ادغام په برخه کې د شوې پرمختګونو په هکله خپل راپورونه وړاندې کړل.

دغه راز د کابل ـ باميان ناستې د فيصلې د تطبيق د راپور په وړاندې کولو سره امنيتي مسوولینو وویل، د سيمه‌ييزو پوليسو او اردو په تشکيلاتي برخه کې د یادې فیصلې د پرېکړې مطابق لازم او مهم پرمختګونه شوي دي.

په دې غونډه کې د ارزګان د استازيو هغه وړانديزونه او غوښتنې هم مطرح شوې چې څه موده مخکې يې د ملي امنیت سلاکار سره شريکې کړې وې.

د ملي امنیت سلاکار  د خاورې او خلکو د ساتنې په موخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې تر څنګ وویل، له تروریزم او دښمنانو سره د دغو ځواکونو مبارزه او‌ مېړانه د قدر وړ دي.