د ملي امنیت سلاکار د اسټرالیا له سفیر سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې میشت د اسټرالیا له سفیر جیف توت سره ټیلفوني خبرې وکړې.

په دغه ټیلفوني خبرو کې د ملي امنیت سلاکار وویل، افغانستان له اسټرالیا سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته د ارزښت په سترګه ګوري او له اسټرالیا سره د طالب بندیانو د خلاصون په ګډون په ټولو موضوعاتو کې دوه اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.

داسټرالیا سفیر جیف توت وویل، هیواد یې په ټولو دغو مواردو کې، په خاصه توګه د سولې په پروسه کې د زندانیانو د خلاصون پروسې اهمیت ته په پام سره، له افغان دولت سره ګډو همکاریو او کار ته ترجېح ورکوي.