د امنیتي سکتور لوړ پوړو مقاماتو غونډه وکړه

د امنیتي سکتور د لوړ پوړو مقاماتو په نننۍ غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشری تر سره شوې وو د کابل-بامیان د جلسې د فیصلو د عملي کولو پر پرمختګونو او امنیتي وضعیت باندې خبرې وشوې.

د امنیتي سکتور لوړ پوړو مقاماتو وویل، چې د کابل-بامیان جلسې د فیصلو په عملي کولو کې ښه پرمختګونه شوي او د محلي پولیسو د ادغام او د سیمه ییزې اردو په کارونو کې د پرمختګ په اړه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.