د ملي امنیت سلاکار د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او تقویت کنفرانس راپورونه واوریدل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او تقویت له مختلفو ګروپونو سره وکتل.

یاد کنفرانس چې څلور ورځې وړاندې دجمهور رییس محمد اشرف غني په شتون او لاروښونه شروع شوی وو د کنفرانس بیلابیلو ګروپونو خپل کاري راپورونه د ملي امنیت سلاکار ته وړاندې کړل، او د امنیتی او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د تقویت او صلاحاتو غوښتنې او پلانونه مطرح کړل.

د ملي امنیت سلاکار د هغوی له کارونو څخه مننه وکړه او وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو د تقویت لپاره به نور لازم پلانونه هم عملي شي.