د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یو پلاوي استول کیږي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هغو مجرمینو او امنیتي مسئولینو تر نیونې وروسته چې په هرات کې د اختطاف په وروستۍ پیښه کې یې لاس لرل نن په هرات ولایت کې د وروستیو نا امنیو په اړه د جنوب لویدیځې حوزې د علماوو شورا له رئیس او دیني عالم مولوي خدایداد صالح سره ټیلفوني خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې دولت په ټول توان سره هڅه کوي چې د هیوادوالو امنیت حفظ کړي او ډیر ژر به د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه له مرکز نه یو دولتي پلاوي به یاد ولایت ته ورشي.

ښاغلي مولوي خدایداد په دغه ټیلفوني خبرو کې وویل، موږ تل له نظام څخه ملاتړ کړی او کوو یې، خو د دولت نه مو هیله ده چې د ولس د امنیت په ساتنه کې جدي توجه وکړي.