د ملي امنیت سلاکار د ناروې هیواد له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن پخپل دفتر کې د ناروې هیواد له سفیر لیندمن سره په معرفتي لیدنه وکړه او د افغانستان د سولې، پراختیا او امنیت په برخو کې د ناروې ونډه وستایل.

د ناروې سفیر لیندمن وویل، چې ناروې د جمهوریت څخه ملاتړ کوي، او دغه راز د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړه چې هیواد یې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالې د پای ته رسیدو غوښتونکي دی.